امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د جرمونو پر ملي معلوماتي ډیټابېس د احتمالي سایبري برید په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې، دغه ډیټابېس د امریکا د فدرالي او سیمهییزو امنیتي ادارو لهخوا د نیولو حکمونو او د اشخاصو د امنیتي سابقې د معلوماتو شریکولو لپاره کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سپټمبر کې یوې سایبري ډلې د FBI د شاوخوا ۳۸ زره کارکوونکو د حساسو معلوماتو د غلا ادعا کړې وه.
په یوه جلا پېښه کې، د امریکا د کرنې وزارت هم د کرنیزو مرستو د ورکړې پر سیستم د سایبري برید له هدف ګرځېدو سره مخ شوی دی.


