اسلامي جمعیت او مقاومت جبهې د طالبانو غونډه فرمایشي وبلله

0
65

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده خپلو مخالفینو او بهرمیشتو افغانانو ته د اهلیت او استعداد په لرلو په حکومت کې د ونډې ورکولو خبره وکړه، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي بیله شوې څانګه ګ او د ملي مقاومت په نوم جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې د کابل پوهنتون هغه غونډه فرمایشي بللې چې د طالبانو حکومت د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د اغیز په اړه جوړه شوې وه.

دواړو ډلو ویلي، طالبان د دیني عالمانو او علمي بنسټونو له اعتباره د خپلې واکمنۍ د مشروعیت لپاره ګټه اخلي.

دغو ډلو د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د ټول‌شموله نظام، ولسي مشارکت او سراسري ټاکنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د عدالت او خلکو د حقونو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ