پاکستاني لیکوال محمد مراد په یوې لیکنې ویلي چې متحدې جبهې د مشر او د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان، سمیع سادات، د طالبانو پر ضد د «محارب عملیاتو» د پیل اعلان کړی دی.
سادات د ۲۰۲۶ کال په اګست کې ویلي چې د جبهې غړو ته یې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو اجازه ورکړې او په لومړي پړاو کې به د طالبانو غړي، پوځي اډې او مشران په نښه کړي.
نوموړي ویلي، د دوی مبارزه د افغانستان د ازادۍ او د طالبانو له واکمنۍ څخه د هېواد د خلاصون لپاره ده.
د افغانستان متحدې جبهې په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې فعالیت پیل کړی او د اساسي قانون پر بنسټ نظام ته د افغانستان بېرته ستنېدل د خپلو موخو په توګه یادوي.


