کوهاټ په وسله‌وال برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي

0
59

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه کاروان د وسله‌والو برید له امله لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پولیسو د ناقانونه سرو زرو کان‌کېندنې پر ضد له عملیاتو وروسته خپلې چوڼې ته روان وو.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، وسله‌والو د پولیسو پر کاروان برید وکړ او ورپسې نښته رامنځته شوه.

د پولیسو په وینا، د نښتې پر مهال ۱۸ بریدګر او لس پولیس وژل شوي او ګڼ نور پاکستاني پولیس ټپیان شوي دي.

د وژل شویو پولیسو په ډله کې د ګمبټ سیمې د پولیسو مرستیال مشر (DSP) حیدر زمان هم شامل و.

د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د برید مسؤلیت منلی دی او ادعا یې کړې چې لس پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ