د طالبانو حکومت په سمنګان کې راایستل شوي روسي ټانکونه موزیم ته لېږدوي

0
70

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په سمنګان ولایت کې یې څو هغه روسي ټانکونه یې له خاورو راایستلي، چې له کلونو راهیسې تر ځمکې لاندې پاتې وو.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سیمه‌ییزو چارواکو دغه ټانکونه د پخوانیو جګړو د پوځي پاتې شونو د راټولولو او ساتنې د پروګرام په ترڅ کې راایستلي دي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې دغه ټانکونه د سمنګان ولایت تاریخي سیمې «تخت رستم» ته ولېږدول شي او په یوه جهادي موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د راایستل شویو ټانکونو شمېر او د هغوی د څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ