سردار احمد شکیب د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره لیدلي

0
73

په پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب په اسلام‌اباد کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

شکیب پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له لېنډزي سره یې په یوه رغنده لیدنه کې د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو، د سیمې پر بدلېدونکو امنیتي حالاتو او د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره د دوامداره خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پر ارزښت بحث کړی دی.

د یادونې وړ ده چې لېنډزي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو کړکېچونو خبرې کړې وې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ