محمد صادق خان د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

0
65

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره د افغانستان پر روان وضعیت او سیمه‌ییز ثبات خبرې کړې دي.

محمد صادق خان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له ریچارډ لېنډزي سره یې په یوه رغنده لیدنه کې د دواړو لورو د ګډو علاقې وړ موضوعاتو، سیمه‌ییزې سولې او ثبات او په افغانستان کې د روانو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.

نوموړي د دغې لیدنې د اجنډا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه یې هم روښانه کړې چې د خبرو په ترڅ کې کومې مشخصې هوکړې ته رسېدلي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې بریتانیا د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د روانو اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي تر دې وړاندې ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي، څو له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو د زمینې برابرولو په اړه بحث وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ