د امریکا جمهوري‌پال سناتوران د ۲۰۲۷ کال لپاره اوکراین ته د ۱۲۹ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې وړاندیز کوي

0
67
FILE PHOTO: The exterior of the U.S. Capitol is seen in Washington, DC, U.S., September 10, 2024. REUTERS/Piroschka van de Wouw/File Photo

د امریکا د سنا د تخصیصاتو کمېټې جمهوري‌پالو غړو د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د بودیجې یوه مسوده وړاندې کړې، چې له مخې یې اوکراین ته د امنیتي مرستو په موخه د ۱۲۹ میلیونه ډالرو ځانګړي کولو وړاندیز شوی دی.

په دغه مسوده کې له روسیې څخه د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو لپاره هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

یاد وړاندیز لا د بودیجې د مسودې برخه ده او د تصویب لپاره به د قانون جوړونې پړاوونه وهي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ