د چین سرمشریزې ته له تلو مخکې له پوتین سره د اسیايي هېوادونو د لیدنو غوښتنې زیاتې شوي

0
34
Russian President Vladimir Putin speaks with Chinese President Xi Jinping before an extended-format meeting of heads of the Shanghai Cooperation Organization summit (SCO) member states in Samarkand, Uzbekistan September 16, 2022. Sputnik/Sergey Bobylev/Pool via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. TPX IMAGES OF THE DAY

د روسیې د یوه لوړپوړي ډیپلوماټ په وینا، د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) د غړو هېوادونو استازي له ولادیمیر پوتین سره د دوه‌اړخیزو لیدنو لپاره هڅې کوي.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د G20 او APEC په چارو کې ځانګړي استازي مارات بردییف ویلي، د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ټولنې (ASEAN) غړو هېوادونو د چین په شېنژن ښار کې د APEC سرمشریزې له پیل مخکې له پوتین سره د مستقیمو لیدنو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې دغه سرمشریزه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي او د لوړې کچې اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو لپاره به مهم فرصت برابر کړي.

بردییف ادعا کړې چې روسیه د راټوکېدونکي څو‌قطبي نړیوال نظم د یوه مهم لوبغاړي په توګه مطرح ده او د لوېدیځ له سیاسي فشارونو سره سره، د اسیا او ارام سمندر سیمې مهم اقتصادونه له مسکو سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ