امریکا او متحدینو یې د AI ټکنالوژۍ او زیربناوو د ساتنې تړون لاسلیک کړ

0
51

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا او نهه متحدین یې د چین سره د مخ پر زیاتېدو ټکنالوژیکې سیالۍ په ترڅ کې، د مصنوعي ځیرکتیا یا «AI» ټکنالوژۍ او د هغې د اکمالاتي ځنځیرونو د امنیت او ساتنې لپاره ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د «سان فرانسېسکو اعلامیې» له مخې، امریکا، استرالیا، هند، اسرائیل، جاپان، جنوبي کوریا، قطر، سنګاپور، متحده عربي امارات او بریتانیا د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ، حساسو معلوماتو او اړینو زیربناوو د خوندي کولو لپاره خپلې همکارۍ پیاوړې کوي.

د اعلامیې له مخې، ګډونوال هېوادونه به د مصنوعي ځیرکتیا د پالیسۍ، ټکنالوژۍ پراختیا، اکمالاتي ځنځیرونو، امنیتي مرکزونو او د زیربناوو د مقاومت په برخو کې ګډ کاري ګروپونه جوړ کړي.

رویټرز زیاتوي، واشنګټن د «پکس سیلیکا» نوښت له لارې هڅه کوي، د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو نیمه‌هادي چپونو او مهمو معدني موادو په برخه کې پر سیالو هېوادونو د متحدینو اتکا کمه او د ټکنالوژیکې برترۍ لپاره ګډ اقدامات پیاوړي کړي.

د راپور له مخې، جرمني، سویډن، هالنډ او اروپايي کمېسیون هم تمه ده، راتلونکې اوونۍ له دغه تړون سره یوځای شي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا او چین ترمنځ سیالي په نړیواله کچه د اقتصادي او امنیتي رقابتونو مهم محور ګرځېدلې ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ