اې‌اېف‌پي:د طالبانو حکومت په کندهار کې د کرېکټ او ورزشي خبرونو پر خپرولو بندیز لګولی

0
48

د طالبانو حکومت چارواکو په کندهار کې سیمه‌ییزو راډیوګانو ته امر کړی، چې نور د کرېکټ سیالیو، خبرونو او ورزشي لاسته راوړنو په اړه هېڅ ډول مطالب خپاره نه کړي.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د دوو سیمه‌ییزو راډیوګانو د مسوولانو او یوې ولایتي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه لارښوونه راډیوګانو ته کړې ده.

د سرچینو په وینا، بندیز یوازې د لوبو پر ژوندۍ تبصرو نه دی محدود، بلکې د کرېکټ خبرونه او د لوبډلو د بریاوو په اړه راپورونه هم رانغاړي.

تر اوسه د دې پرېکړې لامل نه دی روښانه شوی او د افغانستان کرېکټ بورډ هم د فرانسې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له زېمبابوې سره پر ټېسټ سیالیو بوخته ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ