د روسیې وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د اوکراین د پوځ د اکمالاتو په برخه کې پر کارېدونکو بندري او اورګاډي زېربناوو او سمندري بېړیو یې د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د روسیې د ادعا له مخې، په دغو بریدونو کې د تور سمندرګي په چیرنومورسک بندر کې یوه وچهبار وړونکې بېړۍ په نښه شوې، چې د اوکراین پوځ ته یې پوځي او دوهګونی استعمال لرونکي توکي لېږدول.
همداراز، د زاپوریژیا د اورګاډي تمځي ته څېرمه یو لوکوموتیف هم په نښه شوی، چې د روسیې په وینا، د اوکرایني ځواکونو لپاره یې اکمالاتي توکي لېږدول.


