په افغانستان کې د ٥.١ درجې زلزلې مرکز بدخشان و

0
49

نن د ٢٠٢٦ کال د نومبر پر ١٥مه نېټه د شپې په ١٠:١٩ بجې یوې زورورې زلزلې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونو ولړزول.
همداراز زلزلې د پښتونخوا ګڼ ښارونه هم لړزولي دي.

د زلزلې شدت د رېشتر په کچه ٥.١ وه او ژوروالی یې ١٠٠ کیلومتره اټکل شوی دی، مرکز یې د هندوکش د لړۍ په ترڅ کې د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ ته نږدې ښودل شوی دی.

د زلزلې د ځاني او مالي زیانونو پر اړه تر اوسه معلومات ندي تر لاسه شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ