بلینکن: د افغانستان جګړې امریکا اړ کړه چې له پاکستان سره سیاسي مصلحت وکړي

0
28

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر انتوني بلینکن وايي، واشنګټن د افغانستان جګړې پر مهال د خپلو پوځي او لوژستیکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستان سره په اړیکو کې سیاسي مصلحت کاوه او له همدې امله یې د دغه هېواد د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د واک پر وېش جدي نیوکې نه کولې.

بلینکن دا څرګندونې په نوي ډیلي کې د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د مشرتابه په ۲۴م نړیوال فورم کې کړې دي.

نوموړي وویل، د افغانستان جګړې پر مهال امریکا د خپلو ځواکونو د اکمالاتو د لېږد او د پاکستان د هوايي حریم د کارولو لپاره د اسلام‌اباد همکارۍ ته اړتیا لرله او دغه اړتیاوې د دې لامل شوې چې واشنګټن د پاکستان له حکومت سره په اړیکو کې ځینې سیاسي ملاحظات په پام کې ونیسي.

د هغه په وینا، د دغو مصلحتونو له امله امریکا د پاکستان په سیاسي نظام او د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د واک د انډول په اړه هغومره نیوکې ونه کړې، څومره چې یې کولای شوې.

بلینکن زیاته کړه، اوس چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اړتیاوې پای ته رسېدلې دي، واشنګټن کولای شي له پاکستان سره خپلې اړیکې او د دغه هېواد په اړه خپل سیاست له سره وارزوي.

خو هغه ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د حکومتولۍ او د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د واک د اړیکو د بدلون پرېکړه باید خپله پاکستانیان وکړي او بهرني هېوادونه نه شي کولای دغه ډول بدلونونه پر هغوی تحمیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې له اسلام‌اباد سره د امریکا له اړیکو جلا وبللې او هند یې یو نړیوال ځواک وباله چې له امریکا سره یې همکاري له سیمه‌ییزو مسایلو پراخ نړیوال اهمیت لري.

نوموړي همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د نه زغم پر سیاست ټینګار وکړ او ویې ویل، امریکا باید د ترهګریزو بریدونو پر مهال د هند د ځان‌دفاع له حقه ملاتړ وکړي، خو ورسره باید ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې وي، څو د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیول شي.

بلینکن خبرداری ورکړ چې د هند او پاکستان ترمنځ د هر ډول پراخې شخړې پایلې د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو له امله ډېرې خطرناکې کېدای شي او اغېزې به یې یوازې پر سویلي اسیا محدودې نه وي، بلکې د نړۍ نورې برخې هم اغېزمنولای شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ