ټرمپ او شي جین‌پینګ د سوداګریز اوربند پر غځولو خبرې کوي

0
24

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په پام کې لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز اوربند د غځولو او د مهمو منرالونو پر صادراتو خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د نادرو او ستراتیژیکو منرالونو په تولید کې له چین څخه ډېره وروسته پاتې ده او د نیمه‌رسنیو، پوځي تجهیزاتو، برېښنايي موټرو او مصنوعي ځیرکتیا په صنعتونو کې لا هم پر چینايي موادو تکیه کوي.

د راپور له مخې، چین د دغو منرالونو د تولید او پروسس په برخه کې نړیوال برلاسی لري او له دغه وضعیت څخه د سوداګریزو مذاکراتو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. تېر کال د چین له‌خوا د صادراتو محدودیتونو د فورډ په ګډون د ځینو امریکايي شرکتونو تولیدي چارې هم اغېزمنې کړې وې.

امریکا د کورني تولید د زیاتولو لپاره میلیاردونه ډالر پانګونه کړې، خو ګڼې پروژې یې لا هم د بشپړېدو لپاره کلونو ته اړتیا لري.

ټاکل شوې دواړه مشران د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ وګوري او د سوداګریز اوربند د غځولو په اړه هوکړې ته د رسېدو هڅه وکړي.

دغه اوربند د راتلونکي کال په جنورۍ کې پای ته رسېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ