هرات کې د ټیټ کیفیت له امله ۲۹ ټانکره نفتي توکي بېرته ګرځول شوي

0
52

د هرات ولایت د اسلام‌کلا له ګمرک څخه ۲۹ ټانکره نفتي توکي وروسته له هغې بېرته مسترد شوي، چې د کیفیت د ارزونې پر مهال د ټاکل شویو معیارونو له پوره کولو پاتې راغلي دي.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په مسترد شویو محمولو کې ۲۳ ټانکره پټرول، څلور ټانکره ډیزل او دوه موټر د بېس‌اویل شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد نفتي توکي د کیفیت د لازمو معیارونو د نه لرلو له امله هېواد ته له داخلېدو منع شوي او بېرته ګرځول شوي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د یادو توکو د صادرونکو هېوادونو نومونه نه دي یاد شوي.

د یادونې ده، چې اسلام‌کلا د افغانستان او ایران ترمنځ یو مهم سوداګریز او ګمرکي بندر دی، چې د هېواد د نفتي توکو د وارداتو یوه مهمه برخه ترې ترسره کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ