د طالبانو حکومت د مالیې وزیر د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ایران ته ولاړ

0
36

د طالبانو حکومت د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر اخوند، د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د زراعت وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړی به د دغه سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي اړیکو پر پراختیا او اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې غونډې لپاره هم پر مهمو موضوعاتو بحث وشي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ