د ایران د سپاه پاسداران د هوافضايي ځواک د قوماندان سلاکار علي بلالي ویلي، تهران د امریکا هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې د ۲۰۲۵ کال د جون او د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ راهیسې په روانو جګړو کې یې ترلاسه کړي، د بېرته انجینرۍ او ډیزاین په برخه کې کاروي.
نوموړي له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، ایران یوازې د امریکايي وسلو په کاپي کولو بسنه نه کوي، بلکې هڅه کوي د نوښتګرو طرحو له لارې داسې وسلې جوړې کړي چې له اصلي امریکايي نمونو سره توپیر ولري او د ایران پوځي اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي.
سپاه پاسداران تر دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا د MQM-170 ډوله څو بېپیلوټه الوتکو کنټرول یې ترلاسه کړی او د هرمز تنګي په سیمه کې یې د امریکا بېپیلوټه سمندري وسایط هم نیولي دي.


