د مصر د امنیتي چارو شنونکي حاتم صابر خبرداری ورکړی، چې له احتمالي سولې وروسته اوکراین ته د اروپايي هېوادونو د ځواکونو استول ښايي د سولې هوکړه له منځه یوسي او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه بېرته پراخه کړي.
نوموړي له سپوتنیک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د اوکراین خاورې ته د اروپايي ځواکونو ننوتل، که څه هم په مستقیمو جګړو کې ښکېل نه شي، د روسیې او اوکراین شخړه په پراخې نړیوالې مقابلې بدلولای شي او ان ناټو له روسیې سره مستقیمې جګړې ته ورکاږلای شي.
صابر زیاته کړې، د روسیې له خبرداریو سره سره د اروپايي ځواکونو استول به اوکراین د جګړې پر یوه پراخ ډګر بدل کړي او اروپايي هېوادونه به له درنو ځاني او مالي زیانونو سره مخ کړي، چې په پایله کې یې په اروپا کې ژور سیاسي او اقتصادي بحرانونه رامنځته کېدای شي.


