ملي موزیم د غزنویانو د تاریخي اثارو د نندارې لپاره ځانګړی نندارتون جوړوي

0
6

د طالبانو حکومت ملي موزیم په پام کې لري، چې د غزنویانو د واکمنۍ د دورې او د هېواد د نورو تاریخي پړاوونو اړوند ۱۲۰ تاریخي اثار په یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د ملي موزیم رییس صبغت‌الله عابد ویلي، د دغه نندارتون موخه د افغانستان د تاریخي میراثونو او لرغونو اثارو معرفي کول دي؛ خو د نندارتون د پرانیستې لپاره یې تر اوسه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.

عابد زیاته کړې، چې د دې نندارتون له جوړېدو وروسته به د افغانستان د بېلابېلو قومونو د کلتور او فرهنګ د پېژندنې لپاره هم یو بل نندارتون جوړ کړي.

نوموړي په ورته وخت کې د هېواد په موزیمونو کې شته ستونزې هم منلې او ویلي یې دي، چې په ګڼو ولایتونو کې د موزیمونو لپاره ځانګړې ودانۍ نه‌شته او په هغو سیمو کې چې موزیمونه فعال دي، له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ