د امریکا د هوايي چلند اداره: په ټول هېواد کې د الوتنو بندیز لغوه شوی، خو ګډوډي لا هم دوام لري

0
6

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) په دغه هېواد کې د الوتنو د مخابراتي سیستم له خرابۍ وروسته، د ټولو هوايي ډګرونو د الوتنو د بندیز پرېکړه لغوه کړې او هوايي شرکتونو ته یې د الوتنو د بیا پیل اجازه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، د امریکا د هوايي چلند ادارې د مخابراتي شبکې ستونزې د هېواد په ۲۲ سیمه‌ییزو هوايي ترافیکي مرکزونو کې الوتنې اغېزمنې کړې وې، چې له امله یې زرګونه الوتنې وځنډېدې او لغوه شوې.

د رویټرز د راپور له مخې، د الوتنو د بندیز له لغوه کېدو سره سره، د هوايي ترافیک ګډوډي سمدستي نه شي عادي کېدای، ځکه ګڼې الوتکې او د الوتنو عملې له خپلو ټاکل شویو مهالوېشونو پاتې شوې دي.

په ورته وخت کې، د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین ویلي، تر اوسه داسې شواهد نشته چې دغه پېښې د سایبري برید له امله رامنځته شوې وي او د پېښې د اصلي لامل څېړنې روانې دي.

مایکروسافټ هم ویلي، چې د دغه شرکت د خدماتو له پرې کېدو سره د امریکا د هوايي چلند د سیستم ستونزې تړاو نه لري.

د یادونې ده، چې د امریکا په هوايي ډګرونو کې د الوتنو د بندېدو له امله شاوخوا لس زره الوتنې ځنډېدلې او نږدې پنځه زره نورې لغوه شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ