پاکستان: د اړتیا په صورت کې به سعودي عربستان ته پوځي ځواکونه او تجهیزات ولېږدوو

0
52

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري وايي، هېواد یې د سعودي عربستان د امنیت او دفاع لپاره د ګډ دفاعي تړون له مخې د ټولو اړینو اقداماتو ترسره کولو ته چمتو دی.

چوهدري له الشرق‌الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د سعودي عربستان د امنیت په اړه د پاکستان ژمنتیا د خبرو او معاملې وړ نه ده او اسلام‌اباد د خپلو ژمنو عملي کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړې، د دفاعي هوکړې له مخې به د اړتیا په صورت کې هوکړه شوي پوځي ځواکونه او تجهیزات په چټکۍ سره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، د دغه هېواد پوځیان دا مهال هم په سعودي عربستان کې د دفاعي ماموریتونو، پوځي ملاتړ او ګډو تمرینونو لپاره حضور لري.

هغه همداراز ویلي، د مکې تړون د غړو هېوادونو د استازو څلورمه غونډه د لړم په څلورمه په تهران کې د ایران د چارواکو په ګډون ترسره شوې، چې موخه یې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو کمول او د همکاریو پیاوړتیا وه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ