د کندز په امامصاحب ولسوالۍ کې د برېښنا شارټۍ له امله په یوه لیلامي سرای کې اورلګېدنه شوې، چې د اور وژونکو ځواکونو له لوري مهار شوې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د شیرخان بندر د اور وژنې ۱۵ کسیز ټیم له دوو موټرو سره د پېښې ځای ته رسېدلی او اور یې کنټرول کړی دی.
وزارت وايي، د اور وژونکو پر وخت اقدام د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو د احتمالي مالي زیان مخه نیولې ده.


