زېلنسکي: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په اړه مې نریندرا مودي سره خبرې وکړې

0
21

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي وايي، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره یې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د هڅو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

زېلنسکي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له مودي سره یې دا خبرې په ابوظبۍ کې له روسیې او امریکا سره د درې اړخیزو مذاکراتو له پیلېدو مخکې کړې دي.

د نوموړي په وینا، مودي څو ځله ټینګار کړی چې اوس د جګړې د دوام پر ځای د هغې د پای ته رسولو وخت دی او هند د سولې د ټینګښت لپاره هڅو ته ژمن دی.

زېلنسکي زیاته کړې، هند چمتو دی چې په تور سمندرګي کې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د دهلېزونو د بېرته فعالولو په برخه کې هم منځګړیتوب وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې د امریکا په منځګړیتوب په ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین استازي د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

بلخوا، د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (G7) د بهرنیو چارو وزیران هم په پاریس کې دوه ورځنۍ غونډه کوي، چې د اوکراین جګړه یې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ