عایشه وهاب؛ د افغان الاصله امریکایانو سیاسي استازیتوب، د تنوع ځواک او د افغانستان لپاره ستراتیژیک فرصتونه

0
94

لیکوال: ډاکټر عبیدالله برهاني

د عایشې وهاب سیاسي بریا یوازې د یوې افغان الاصله امریکایۍ مېرمنې د ټاکنیز پرمختګ او په امریکایي سیاسي جوړښت کې د یوه مهم مقام د ترلاسه کولو کیسه نه ده؛ بلکې دا د امریکا د ټولنیز جوړښت، د تابعیت د فلسفې، د کلتوري تنوع د سیاسي ظرفیت او د کډوالو د بشري پانګې د اغېز په اړه د ژورې ارزونې یوه مهمه بېلګه ده.

د هغې تجربه یوه مهمه ستراتیژیکه پوښتنه هم راپورته کوي: د امریکا په سیاسي بنسټونو کې د افغان الاصله امریکایانو مخ پر زیاتېدونکی حضور تر کومه بریده کولای شي د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او ګډو ګټو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي؟

له مسلکي بریا څخه تر سیاسي استازیتوب پورې

په تېرو څو لسیزو کې افغانانو په لوېدیځو ټولنو کې د طب، انجینرۍ، اقتصاد، علمي څېړنو، ښوونې او روزنې او سوداګرۍ په برخو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي. دغو لاسته راوړنو په کوربه ټولنو کې د افغانانو د ونډې ارزښت څرګند کړی او د افغان بشري پانګې وړتیاوې یې ثابتې کړې دي.

خو د عایشې وهاب تجربه په دې بهیر کې یو بل مهم پړاو څرګندوي: له فردي مسلکي او اقتصادي بریا څخه سیاسي استازیتوب او د عامه پالیسیو په جوړولو کې ګډون ته لېږد.

سیاسي استازیتوب د قانون جوړونې، عامه څارنې، د پالیسیو د بحث او د ملي لومړیتوبونو د ټاکلو له بنسټونو سره د تعامل فرصت برابروي. البته، ټاکنیزه بریا په اتومات ډول د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې سیاسي اجنډا معنا نه لري؛ بلکې د دې فرصت په اغېزمنو پایلو بدلول سیاسي بصیرت، بنسټیزو اړیکو او د ملي ګټو روښانه درک ته اړتیا لري.

امریکایي تابعیت او کلتوري تنوع؛ د ملي ځواک سرچینه

د عایشې وهاب تجربه څرګندوي چې امریکایي تابعیت او افغان کلتوري هویت د یو بل متضاد مفاهیم نه دي. تابعیت د فرد قانوني او سیاسي مسؤلیتونه ټاکي، په داسې حال کې چې کلتوري ریښې د هغه د تاریخي حافظې او شخصي هویت مهمه برخه پاتې کېږي.

په متحده ایالاتو کې تنوع یوازې یوه ټولنیزه ځانګړنه نه ده؛ بلکې که د مساوي فرصتونو، اغېزمنو بنسټونو او قانوني خوندیتوب له لارې ملاتړ شي، په یوه ستراتیژیکه شتمنۍ بدلېدای شي. د کډوالو د کورنیو د اولادونو علمي، اقتصادي او سیاسي ګډون د امریکا د بشري وړتیاوو د جذب او ټولنیز ادغام ظرفیت څرګندوي او د دغه هېواد نرم ځواک پیاوړی کوي.

خو هغه کسان چې د ټاکنو له لارې عامه مقامونه ترلاسه کوي، د خپلو ټاکونکو او اساسي قانون پر وړاندې مسؤلیت لري. کلتوري ریښې په خپله هغوی د خپلو پلرنیو هېوادونو سیاسي استازي نه ګرځوي. د دې توپیر درک د افغان الاصله امریکایانو د سیاسي حضور د ارزونې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

افغانستان او متحده ایالات؛ له رسمي پېژندنې پرته د تعامل اړتیا

د واشنګټن او کابل ترمنځ د ډیپلوماټیک تعامل د دوام په اړه د عایشې وهاب دریځ د دواړو هېوادونو د پېچلو اړیکو په اوسني وضعیت کې ځانګړی اهمیت لري.

دلته باید د ډیپلوماټیک تعامل او رسمي سیاسي پېژندنې ترمنځ روښانه توپیر وساتل شي. له بالفعل واکمنو چارواکو سره خبرې اترې او د اړیکو د لارو پرانیستې ساتل په خپله د هغوی د سیاسي مشروعیت یا رسمي پېژندنې معنا نه لري. په ورته ډول، د حکومتولۍ او بشري حقونو په اړه ژور اختلافات هم باید د ټولو ډیپلوماټیکو لارو د تړلو یوازینی دلیل ونه ګرځي.

له افغانستان سره دوامدار تعامل کولای شي د بشري مرستو، ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، د ښځو د حقونو، اقتصادي فعالیتونو او سوداګریزو اړیکو لپاره د فرصتونو په ساتلو کې مرسته وکړي. همدارنګه، د امنیتي اندېښنو او سیمه‌ییزو ګواښونو په اړه د مستقیمو خبرو اترو زمینه برابروي.

خو د تعامل اړتیا یوازې د افغانستان له ملي غوښتنو سره تړلې نه ده؛ متحده ایالات هم په دې برخه کې مهمې ستراتیژیکې ګټې لري. افغانستان د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ د جغرافیایي اتصال په یوه مهمه نقطه کې پروت دی او د چین، روسیې، ایران او پاکستان د ستراتیژیکو محاسبو له متقابل اغېز سره تړاو لري.

په دې شرایطو کې، له افغانستان سره د رغنده تعامل نشتوالی یوازې د کابل لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکه تشه نه رامنځته کوي، بلکې واشنګټن ته هم د ستراتیژیک نفوذ، سیمه‌ییزو همکاریو او اوږدمهالو جیوپولیټیکو ګټو د له لاسه ورکولو خطر پېښوي. د امریکا د تعامل نشتوالی کولای شي د چین، روسیې او نورو سیمه‌ییزو قدرتونو لپاره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي نفوذ د پراختیا زمینه پراخه کړي.

له همدې امله، د افغانستان په اړه د انزوا پالیسي بې‌لګښته نه ده. که واشنګټن د تعامل لارې محدودې کړي، ښايي په یوه له ستراتیژیک پلوه مهمه سیمه کې د خپل حضور او اغېز د کمېدو بیه پرې کړي. د افغانستان په څېر هېواد څخه ډیپلوماټیک واټن اخیستل په حقیقت کې د سیمه‌ییزو معادلو د بدلون لپاره نورو قدرتونو ته د فرصت پرېښودل هم کېدای شي.

البته، اغېزمن تعامل باید له سیاسي نیک نیت څخه ورهاخوا د افغانستان د ملي حاکمیت، عامه ګټو، بشري حقونو او سیمه‌ییز ثبات پر بنسټ ولاړ وي.

د امریکا بهرنۍ پالیسي؛ له ګوندي سیاستونو پورته ستراتیژیکې ګټې

د افغانستان په اړه د امریکا هر ډول سیاسي نوښت باید د دغه هېواد د بهرني سیاست په پراخ بنسټیز او ستراتیژیک چوکاټ کې وارزول شي، نه یوازې د انفرادي سیاستوالو، قومي تړاوونو یا ګوندي تمایلاتو له مخې.

د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسي د سپینې ماڼۍ، کانګرس، د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملي امنیتي ادارو او پراخو اقتصاديی او جیوپولیټیکو ملاحظاتو د متقابل تعامل په پایله کې رامنځته کېږي.

که څه هم جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات حکومتونه د ډیپلوماسۍ، فشار او اقتصادي تعامل په برخو کې بېلابېلې تګلارې لري، خو د امریکا ستراتیژیکې ګټې عموماً د یوه ولسمشر یا یوې ادارې د کاري مودې تر پای ډېرې دوامداره وي.

له همدې امله، له افغانستان سره د تعامل د دوام ملاتړ باید په اتومات ډول د امریکایي ستراتیژۍ د بنسټیز بدلون په توګه تعبیر نه شي. دا دریځ د امنیتي ګواښونو د مخنیوي، د سیالو قدرتونو د نفوذ د مدیریت، د سیمه‌ییز ثبات د ساتنې او د بشري حقونو په اړه د اغېزمن ډیپلوماټیک فشار د وسایلو د ساتلو له اړتیاوو سره هم تړاو لري.

په حقیقت کې، د واشنګټن لپاره اساسي پوښتنه دا نه ده چې له افغانستان سره تعامل وکړي او که نه؛ بلکې دا ده چې څنګه داسې تعامل رامنځته کړي چې له یوې خوا د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي او له بلې خوا د افغانستان ملي حاکمیت، د خلکو حقوق او سیمه‌ییز ثبات په پام کې ونیسي.

له افغانستان سره د تعامل نشتوالی یوازې د کابل لپاره د اړیکو تشه نه ده؛ بلکې د واشنګټن لپاره هم د نفوذ، فرصتونو او اوږدمهالو ستراتیژیکو موقعیتونو د له لاسه ورکولو احتمالي لګښت دی.

له سمبولیک استازیتوب څخه تر ستراتیژیک فرصت پورې

د عایشې وهاب د سیاسي تجربې پراخ اهمیت په دې کې دی چې په لوېدیځو سیاسي او بنسټیزو جوړښتونو کې د افغانانو د مخ پر زیاتېدونکي حضور ظرفیت څرګندوي. خو دا حضور په اتومات ډول د افغانستان لپاره په ملموسو ګټو نه بدلېږي.

د دې ظرفیت د عملي کولو لپاره اړینه ده چې افغان روڼ‌اندی، علمي شخصیتونه، مسلکي کسان، سوداګریز مشران او سیاسي فعالان، په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر، ملي لومړیتوبونه په واقع‌بینانه توګه تعریف کړي، د پالیسیو عملي وړاندیزونه وړاندې کړي او له اړوندو تصمیم نیوونکو سره دوامدارې بنسټیزې اړیکې رامنځته کړي.

د افغان الاصله امریکایانو ونډه په دې برخه کې د یوې مهمې فکري او مدني پانګې په توګه مطرح کېدای شي؛ داسې پانګه چې د دواړو ټولنو د تجربو، ژبو، کلتوري پېژندنې او سیاسي واقعیتونو ترمنځ د تفاهم زمینه پراخولای شي.

د امریکا نړیوال نفوذ یوازې پر اقتصادي سرچینو، ټکنالوژیکي برترۍ او پوځي وړتیاوو نه دی ولاړ، بلکې د هغو بنسټونو پر انعطاف او ظرفیت هم تکیه لري چې د ټولنې له کلتوري تنوع څخه ځواک او نوښت ترلاسه کوي.

پایله

د عایشې وهاب سیاسي بریا باید یوازې د یوې افغان الاصله امریکایۍ د فردي لاسته راوړنې په توګه ونه ارزول شي، بلکې د کډوالو د ټولنیز ادغام، سیاسي مشارکت او د بشري وړتیاوو د نړیوال حضور یوه مهمه بېلګه ده.

د دې تجربې ستراتیژیک ارزښت په هغو فرصتونو کې دی چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د متقابل تفاهم، سیاسي خبرو اترو او رغنده تعامل لپاره یې رامنځته کولای شي.

خو دا فرصتونه یوازې هغه مهال په واقعي لاسته راوړنو بدلېدای شي چې افغانان د خپلو نړیوالو وړتیاوو لپاره یوه منسجمه ملي تګلاره ولري او د هېواد ملي حاکمیت، ثبات او اوږدمهاله ګټې د خپلو نوښتونو محور وګرځوي.

په ورته وخت کې، واشنګټن هم باید درک کړي چې د افغانستان په څېر له ستراتیژیک پلوه مهم هېواد څخه واټن اخیستل د نفوذ او فرصتونو د له لاسه ورکولو خطر لري. له همدې امله، رغنده او مشروط تعامل یوازې د کابل اړتیا نه ده، بلکې د امریکا د اوږدمهالو ستراتیژیکو ګټو د ساتنې یوه مهمه وسیله هم ده.

کلتوري ریښې د هویت سرچینه ده، تابعیت د سیاسي مسؤلیت چوکاټ ټاکي، خو ستراتیژیکې لاسته راوړنې د روښانه لیدلوري، پیاوړو بنسټونو او د فرصتونو په عملي پایلو د بدلولو وړتیا غواړي.

د یوه ملت نړیوال نفوذ یوازې په دې نه سنجول کېږي چې وګړي یې په نورو هېوادونو کې څومره لوړ مقامونه ترلاسه کوي، بلکې په دې هم سنجول کېږي چې هغه ملت د خپلو وګړو له نړیوالو وړتیاوو څخه د خپل پرمختګ، خپلواکۍ او ملي ګټو لپاره څومره اغېزمنه ګټه اخیستلای شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ