راپورونه وایي، روسیې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران سره د ۹۰ پرمختللو توغندویو توغوونکو د پلور تړون کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د پراختیا څرګندونه کوي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې د یوه روسي دفاعي تولیدوونکي د اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې دغه توغوونکي د روسیې د «LMUR» یا «ایزدلیه ۳۰۵» په نوم د سپکو او څو موخو لرونکو لارښوول شویو توغندیو د توغولو لپاره جوړ شوي دي.
دغه توغندي د خوځنده اهدافو د په نښه کولو وړتیا لري او د روسیې د «Mi-28» جنګي چورلکو لپاره ډیزاین شوي دي؛ هغه چورلکې چې ایران یې هم لري.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه پوځي تجهیزات ایران ته سپارل شوي او که نه.
د راپور له مخې، د دې تړون جزئیات داسې مهال خپرېږي چې د ایران د امنیت شورا لوړپوړي چارواکي محسن رضایي مسکو ته سفر کړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د دفاعي او سیمهییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
روسیې او ایران په ۲۰۲۵ کال کې د ستراتیژیکو همکاریو پراخ تړون هم لاسلیک کړی و، چې پوځي، سوداګریزې، علمي او فرهنګي برخې رانغاړي.
بلخوا، د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمنیا ویلي، چې هېواد یې له روسیې «سوخو ۳۵» جنګي الوتکې هم پېرلې دي.
ایران په اوکراین کې د روسیې د جګړې پر مهال مسکو ته مهمات، توپچي مرمۍ، وسلې او لنډ واټن بالستیک توغندي هم ورکړي دي.
د یادونې ده چې د روسیې او ایران ترمنځ د پوځي همکاریو د پراختیا سربېره، مسکو هڅه کوي چې له تهران سره اړیکې یې د امریکا او منځني ختیځ له نورو هېوادونو سره پر اړیکو منفي اغېز ونه کړي.


