د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره جګړه د سیاسي او اقتصادي زیانونو سربېره د امریکا لپاره اړینه وه او واشنګټن به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا بله چاره نه لرله او د ایران پر وړاندې جګړه یې د دې لپاره پیل کړې چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
نوموړي د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوريپالو د ماتې په اړه هم اعتراف کړی چې له ایران سره جګړې د دغه ګوند په ټاکنیزو پایلو اغېز کړی دی.
ټرمپ ویلي، د جګړې له امله په لنډمهال کې د پټرولو بیې لوړې شوې، چې د جمهوريپالو د ټاکنیزو ماتو یو مهم لامل و؛ خو ټینګار یې کړی چې که بیا هم ورته وضعیت رامنځته شي، همدا پوځي اقدام به تکرار کړي.
د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس هم تر دې وړاندې ویلي وو چې له ایران سره جګړه د جمهوريپالو د ټاکنیزې ماتې اصلي لامل وه.


