د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایو د شمېرلو د تازه شمېرو له مخې، ډیموکرات ګوند په سنا جرګه کې د دوو خپلواکو سناتورانو په ګډون ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړې او په دې توګه یې د جرګې اکثریت خپل کړی دی.
په استازو جرګه کې هم ډیموکراتانو تر دې دمه ۲۰۹ څوکۍ ګټلې دي، خو د اکثریت ترلاسه کولو لپاره لا نهو نورو څوکیو ته اړتیا لري.
بل لور ته، د امریکا واکمن جمهوريپال ګوند په سنا جرګه کې ۴۱ او په استازو جرګه کې ۱۲۵ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د ټاکنیزو پایلو د څارونکو د ارزونو له مخې، د رایو په شمېرلو کې د ډیموکراتانو پرمختګ څرګند دی، خو د استازو جرګې د وروستي جوړښت د معلومېدو لپاره لا د پاتې رایو شمېرل اړین دي.


