د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو په دوام کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر ایراني اهدافو محدود پوځي بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو پر بهیر او د احتمالي هوکړې پر راتلونکي جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د قطر په منځګړیتوب د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو لړۍ روانه وه او دواړو لورو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي وو.
د رویټرز د نومبر د دویمې نېټې د راپور له مخې، د ایران او قطر ترمنځ څو ورځنۍ خبرې د وروستۍ هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته رسېدلې وې، خو د یوې نوې هوکړې مسوده د منځګړو له لارې تر بحث لاندې وه.

د امریکا چارواکي دغه عملیات دفاعي اقدام بولي او وايي، موخه یې د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ګواښونو محدودول وو؛ خو د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس تر بریدونو مخکې د احتمالي مذاکراتي هوکړې په اړه محتاطه خوشبیني څرګنده کړې وه.
د دغو بریدونو سیاسي اهمیت دا دی چې واشنګټن په یوه وخت کې د خبرو اترو او پوځي فشار دواړه لارې تعقیبوي، چې دا وضعیت د تهران او واشنګټن ترمنځ د باور جوړولو بهیر پېچلی کولای شي او د مذاکراتو پر وړاندې د نویو خنډونو د رامنځته کېدو خطر زیاتوي؛ خو لا هم تر اوسه داسې رسمي شواهد نشته چې دغه بریدونه د مذاکراتو د بشپړ بندېدو په معنا وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د منځګړو له لارې مشورې په شدت روانې دي او د هوکړې برخلیک د واشنګټن پر سیاسي دریځ پورې تړلی دی.
تهران غوښتنه لري چې امریکا دې لومړی د ایران پر بندرونو سمندري بندیزونه پای ته ورسوي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره دې شرایط ومني.
د سیمې د امنیت او نړیوالې سوداګرۍ لپاره د هرمز تنګي اهمیت ته په پام، د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د تېلو د لېږد، نړیوالو بازارونو او سیمهییز امنیت وضعیت نور هم اغېزمن کړي.

د رویټرز د نومبر د درېیمې نېټې د راپور له مخې، د قشم ټاپو د بریدونو له خبر وروسته د تېلو نړیوالو بیو کې هم محدود لوړوالی ثبت شوی دی.


