د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بیا برید ګواښ کړی، چې له امله یې د خلیج هېوادونه د یوې بلې جګړې د احتمالي پایلو په اړه اندېښمن شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا هغه پوځي اډې چې د خلیجي متحدینو د ساتنې لپاره جوړې شوې، ښايي د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.
ایراني چارواکو ویلي، تهران د امریکا او اسرائیل د احتمالي برید په ځواب کې د پوځي اډو، انرژۍ تاسیساتو او مخابراتي شبکو د اهدافو لېستونه چمتو کړي دي.
د راپور له مخې، امریکايي چارواکي په سیمه کې د پوځي ځواکونو او تجهیزاتو د زیاتولو په حال کې دي او احتمالي بریدونه ښايي د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي.
بلخوا، سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان او قطر د جګړې د بیا پیل د مخنیوي لپاره له ایران سره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې دي.
د متحده عربي اماراتو لوړپوړي چارواکي انور قرقاش ویلي، هېواد یې په سیمه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ هیله لري، خو د تر ټولو بد وضعیت لپاره هم چمتووالی نیسي.
د رویټرز په وینا، د خلیج هېوادونه وېره لري چې د امریکا او ایران ترمنځ د بلې جګړې په صورت کې به د سیمې پوځي او ملکي تاسیسات له جدي ګواښ سره مخ شي.


