پوهانو د یوه داسې نوي ډایناسور فوسیلي پاتې شوني موندلي چې د نورو ډایناسورانو په پرتله یې د بدن جوړښت ځانګړی و.
دغه ډایناسور غاښونه نه لرل او سر او مښوکه یې د طوطي په څېر وو.
د څېړونکو په وینا، د دې ډایناسور د ژامې او مښوکې جوړښت ښيي چې د غوښې او نورو سختو خوړو پر ځای یې مېوې او نرم نباتات خوړل.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې موندنې اهمیت په دې کې دی چې د لومړي ځل لپاره د داسې فوسیلي شواهدو پر مټ د ډایناسورانو مېوه خوړل تاییدېږي؛ هغه څه چې تر دې وړاندې یوازې یوه اټکل شوې نظریه وه.
څېړونکي وایي، دغه ډایناسور شاوخوا ۶۶ میلیونه کاله مخکې د ډایناسورانو د واکمنۍ په وروستیو کې ژوند کاوه.
پاتې شوني یې د امریکا د مونټانا او شمالي ډاکوتا ایالتونو کې موندل شوي دي.
د فوسیلي شواهدو له مخې، د ژامې ځانګړي عضلات، د ژامې د بند خوځښت او د مښوکې جوړښت هغه درې مهمې نښې دي چې د مېوه خوړلو وړتیا یې څرګندوي.
د دې ډایناسور اوږدوالی شاوخوا یو نیم متر او وزن یې څه باندې ۱۱ کیلوګرامه اټکل شوی دی.
هغه په داسې نیمه استوایي چاپېریال کې اوسېده چې له ټیرانوسور او ټرایسیراټوپس په څېر نورو ډایناسورانو سره یې ګډ ژوند کاوه.
د څېړونکو په باور، دغه موندنه د ډایناسورانو د خوراکي عادتونو په اړه پخوانۍ پوهه بدلوي او ښيي چې د هغوی د خوړو تنوع تر هغه ډېره وه چې مخکې یې تصور کېده.


