قطري پلاوی له ایراني چارواکو سره د دوه‌اړخیزو اړیکو لپاره تهران ته ولاړ

0
13

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د قطر یوه لوړپوړي پلاوي د دغه هېواد د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر د ارشد سلاکار په مشرۍ نن سهار تهران ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې، قطري پلاوی د ایران له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو تحولاتو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړي.

تر اوسه د پلاوي د سفر د اجنډا او له ایراني چارواکو سره د لیدنو د دقیق مهال‌وېش په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ