لولا د سلوا د څلورم ځل لپاره د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

0
12

د برازیل اوسني ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا د سلوا د اکتوبر پر ۲۵مه د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې خپل سیال فلاویو بولسونارو ته ماتې ورکړه او د ولسمشرۍ څلورمه دوره یې وګټله.

د وروستیو رسمي پایلو له مخې، لولا د ټولو معتبرو رایو ۵۱.۷۹ سلنه او فلاویو بولسونارو ۴۸.۲۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

لولا په داسې حال کې ټاکنې وګټلې، چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې له خپل سیال څخه وروسته پاتې شوی و.

دا د برازیل په معاصر ټاکنیز تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې دویم مقام لرونکی نوماند په دویم پړاو کې بریالی کېږي.

۸۰ کلن لولا تر دې وړاندې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د برازیل ولسمشر پاتې شوی او په ۲۰۲۳ کال کې یې یو ځل بیا واک ترلاسه کړی و.

فلاویو بولسونارو د برازیل د پخواني ولسمشر ژایر بولسونارو زوی دی.

د دغو ټاکنو پایلې د برازیل د سیاسي سیالیو او د هېواد د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو سیاستونو لپاره مهمې بلل کېږي.

د برازیل د ټاکنو د چارواکو د اعلان له مخې، لولا به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ پر پنځمه د ولسمشرۍ نوې دوره پیل کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ