پاپ لئو: په یمن کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوم

0
33

د کاتولیکانو مشر پاپ لئو څوارلسم په یمن کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دښمنۍ باید ودرول شي، څو د یمن او ټولې سیمې خلک په سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي: «زه په ډېر ټینګار غوښتنه کوم چې دښمنۍ ودرول شي، څو په یمن او د ټولې سیمې خلک وکولای شي په سوله کې ژوند وکړي.»

پاپ لئو څوارلسم په داسې حال کې په یمن کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوي چې دغه هېواد له کلونو راهیسې د جګړې او ناامنۍ له کړکېچ سره مخ دی او تازه د حوثیانو بریدونو زور اخیستی.

هغه د دښمنیو د درولو او سولې پر اړتیا ټینګار کړی، څو د یمن او سیمې خلک له جګړې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ