بلخي: له ۲۰۲۲ کال راهیسې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

0
22

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۱۱۱۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

بلخي له سي‌اېن‌اېن خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

نوموړي د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان د پوځي عملیاتو پایلې یې یادې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

بلخي له پاکستانه غوښتي، چې د امنیتي ستونزو د حل لپاره دې د بې‌بنسټه ادعاوو پر ځای له خپلو خلکو سره مسوولانه چلند او له افغانستان سره رښتینې ډیپلوماسي غوره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې دي او د پاکستان د پوځي بریدونو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ