ایران غواړي د ترانسپورټي او لوژستیکي ستونزو له امله د خپلو صادرونکو د زیانونو د کمولو لپاره د صادراتو په مقرراتو کې بدلونونه راولي او افغانستان، پاکستان او عراق ته د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، وروستیو ستونزو د ایراني صادرونکو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی او حکومت د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د نویو لارو چارو پر موندلو کار کوي.
قنبري دغه څرګندونې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د همغږۍ د مرکزي دفتر په ۱۲مه غونډه کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، حکومت هغو صادرونکو ته د اسانتیاوو برابرولو طرحه جوړه کړې، چې د ترانسپورټي ستونزو له امله یې له خپلو سوداګریزو ژمنو سره سم عمل نه دی کړی.
همداراز، د هغو شرکتونو ستونزې هم څېړل کېږي، چې د خامو موادو د واردولو لپاره یې بهرني اسعار ترلاسه کړي، خو د لېږد رالېږد د خنډونو له امله یې واردات نه دي بشپړ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال ویلي، د مقرراتو د بدلون اړوند وړاندیزونه منل شوي، خو د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، تهران غواړي افغانستان، پاکستان او عراق ته د خپلو صادراتو پر وړاندې ستونزې د دغو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د ایران سفارتونه او قونسلګرۍ به هم د دغو هڅو د تعقیب او د وړاندیز شویو اقداماتو د عملي کېدو په برخه کې ونډه ولري.


