د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ډیپلوماټ او په اسلاماباد کې د افغانستان پخوانی سفیر، نجیبالله علیخېل وایي، پاکستان ته دا تمه چې افغانستان دې له اسلاماباد سره اړیکې پراخې او له هند سره یې محدودې کړي، یوه غیرمعقوله غوښتنه ده.
علیخېل د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د هند فکتور او د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اختلافونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د هغه په وینا، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې په افغانستان کې داسې نظام واکمن وي چې د اسلاماباد نفوذ پکې خوندي وي او د هند له لوري د پاکستان امنیتي اندېښنې له منځه ولاړې شي.
علیخېل لیکلي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال پاکستان ان د کوچنیو پېښو په تړاو هم پر افغانستان او هند تورونه لګول، خو د دغو ادعاوو د اثبات لپاره یې اسناد او شواهد نه وړاندې کول.
نوموړي د افغانستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون ته په اشارې ویلي، چې په دغه تړون کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه، تجهیز او د ظرفیت لوړول هم شامل وو؛ هغه څه چې د پاکستان د ناخوښۍ لامل شول.
د پخواني افغان سفیر په باور، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافونه د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې حل شي. هغه ټینګار کړی، چې په نړیوالو اړیکو کې د «جمع صفر» سیاست، چې د یوه لوري ګټه د بل لوري زیان ګڼي، د دوامدارو اړیکو لپاره مناسبه لاره نه ده.
علیخېل همداراز ویلي، افغانستان باید د سیمې د هېوادونو حساسیتونه په پام کې ونیسي او د سیالیو پر ځای د سیمهییزې همکارۍ پر مرکز بدل شي.
هغه زیاته کړې، که پاکستان په رښتینې توګه یو دوست او باثباته افغانستان غواړي او په خپلو پالیسیو کې بدلون ته چمتو وي، نو یو متحد او پیاوړی افغانستان هم کولای شي د خپلو ملي ګټو او تاریخي تجربو په پام کې نیولو سره له پاکستان سره د اړیکو د رغولو لپاره ګامونه واخلي.


