د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ درېدو پاکستان ته میلیاردونه ډالر زیان اړولی

0
50

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو نږدې یو کال وروسته، پاکستاني صادرونکي له درنو مالي زیانونو، بند پاتې توکو او منځنۍ اسیا ته د لېږد د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ دي.

د چاینل نیوز ایشیا د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د سرحدي نښتو وروسته ودرول شوه.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشتې وسله‌والې ډلې د دغه هېواد پر ضد بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

د سوداګرو ټولنې اټکل کوي چې د سوداګرۍ درېدو تر ۲.۵ میلیارد ډالرو ډېر زیان اړولی دی.

د پاکستان د درملو، خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات هم اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې، د پېښور د «فېډرو درمل جوړونې» شرکت شاوخوا ۷۰ سلنه تولیدات افغانستان او منځنۍ اسیا ته صادرېدل، خو اوس اړ شوی چې د خپلو محصولاتو لپاره نوي بازارونه ولټوي.

د خوراکي توکو صادرونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

د «اېم اېم الهي ټرېډرز» شرکت اجرائیوي مشر منظور الهي وايي، پخوا د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو د دوی د عوایدو ۸۰ سلنه جوړوله، خو اوس دغه کچه پنځه سلنې ته راټیټه شوې ده.

د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته، سوداګر د ایران له لارې د توکو لېږد ته اړ شوي دي.

د راپور له مخې، پخوا به ازبکستان ته د یوه بار لېږد شاوخوا یوه اوونۍ وخت اخیست او لګښت یې له دوه زره تر درې زره ډالرو و؛ خو اوس د ایران له لارې دغه موده نږدې شپږو اوونیو ته رسېدلې او لګښت یې له ۱۰ زره تر ۱۳ زره ډالرو پورې لوړ شوی دی.

اسلام‌اباد ویلي، له افغانستان سره به تر هغه سوداګري بېرته پیل نه کړي، څو د طالبانو حکومت د هغو وسله‌والو پر وړاندې اقدام ونه کړي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د سوداګرۍ دوامداره بندښت د پاکستان صادرات او اقتصاد هم زیانمنوي.

د پاکستان او افغانستان سوداګریزو ټولنو له دواړو لورو غوښتي چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ