په کرک ولسوالۍ کې له وسله‌والو سره نښته کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

0
31

د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې له وسله‌والو سره په نښته کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې یو لوړپوړی افسر ډي‌اېس‌پي عمران‌الدین، د پولیسو د یوې حوزې مشر فضل اعوان او دوه نور پولیس وژل شوي دي.

عمران‌الدین تر دې وړاندې له څو بریدونو روغ وتلی و او په سیمه کې د یوه پېژندل شوي پولیس افسر په توګه یادېده.

د پاکستان حکومت تر اوسه د پېښې په اړه رسمي څه نه دي ویلي او د برید مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ