د نړیوال نظم بلاتکلیفي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ بدلې شوې محاسبې

0
164

لیکوال: عاطف مشعل
د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو انستیتوتم مشر

په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت او ګورنر راج له اعلان سره که له یوې خوا  د تحریک انصاف ګوند د احتجاجونو د مهارولو استدلال کیږي، له بلې خوا زموږ تاریخي حافظه دا ډول پېښو ته له یوې بلې زاویې هم ګوري. د پاکستان په تاریخ کې د نظامي واکمنۍ یا مارشالا ټولې دورې له بهرنیو قدرتونو سره، سیمه کې د پراخو امنیتي همکاریو وختونه هم وو.

هغه همکارۍ چې د جګړو او منفي اغیزو لوی بار یې افغانستان او د پولې دواړو غاړو پښتني سیمو تحمل کړی وو.

نن پاکستان کې د نظامي واک د تمرکز بڼه د پخوانۍ ښکاره مارشل لا په څېر نه ده؛ د اساسي قانون اووه‌ویشتم تعدیل، د ۲۴۳مې مادې په بدلولو او د پوځ لوی درستیز ته په ورته وخت کې د دفاعي ځواکونو د مشرۍ د مقام په سپارلو سره، د هېواد د پوځي قوماندې په جوړښت کې د هغه واک پراخ کړی دی. زما په اند، دا بدلون ښيي چې د پوځي واک تمرکز دا ځل د حقوقي ترتیباتو او اساسي قانون په چوکاټ کې نوې بڼه غوره کړې ده.

له همدې امله، زما په اند دا پوښتنه بې‌ځایه نه ده چې ایا اوسني تدابیر د کورنیو موخو ترڅنګ، د کوم نوي سیمه‌ییز امنیتي نقش لپاره چمتووالی هم دی؟ دا په دې معنی نه چې دا یواځینی علت دی خو که د پاکستان د مارشل لا تیرې دورې تحلیل کړل شي، نو جوتيږي چې دداسې نظامي حکومتي پوښښ لاندې،  پاکستاني چارواکو نورې اجندا وې هم پر مخ بیولې دي.

که د پاکستاني مسولینو  داسې کوم نقش بیا هم په پام کې وي، دا ځل راته شرایط بدل ښکاري. هغه چاپېریال چې پخوا پکې دا ډول ماموریتونه عملي کېدل، یا یې زمینه برابره وه،  ټول پر خپل حال نه دی پاتې او ډیر تغیرات محسوسیږي. د سیمې اړتیاوې، د لویو قدرتونو لومړیتوبونه او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فشار او متقابلې اړتیا په تناسب کې ډیر تغیرات راغلي دي.  همدا توپیر د ددواړو هیوادونو ترمنځ دمذاکراتو پر مېز ډیر په وضاحت احساسېږي.

د جمهوریت او امارت په دواړو دورو کې مې فرصت درلود چې د افغانستان په استازیتوب له پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره په رسمي، نیمه رسمي او غیررسمي مذاکراتو کې برخه واخلم. په عین وخت کې د نړیوالو او دیپلوماتیکو مطالعاتو د یوه شاګرد په صفت  د دواړو وختونو پرتله راته ښيي چې شته انتخابونه او د فشار د واردولو او زغملو امکانات د پخوا په څېر نه دي پاتې. نه غوښتنې هغه پخوانۍ دي نه د فشار د کارتونو تعادل او تاثیرد پخوا په څیر پاتې دی.  دا موجوده وضعیت او تعادل  د کوم نظام د غوره‌والي ادعا نه ده، او نه دا ادعا ده چې ګویا  افغانستان ډېر اقتصادي یا نظامي پرمختګ کړی، یا پاکستان ډېر کمزوری شوی دی؛ بلکه زما برداشت دا دی چې د دواړو هېوادونو د امکاناتو او محدودیتونو وزن په بدل شوي چاپېریال کې فرق کړی او ښكاره تغیرات پکې راغلی دي.

د دې بدلون معنا هغه وخت ښه درک کېدای شي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د نړیوال نظم په لوی تصویر کې وګورو. له اوکراین او لوېدیځې اسیا څخه تر تایوان او جنوبي اسیا پورې، بحرانونه د لویو قدرتونو پام او امکانات پر بېلابېلو لورو او اولویتونو ویشل شوي دي. بلخصوص د حاکم ځواک یا ټوله کې غربي لیبرال هیجاموني تمرکز یې ډیر ویشلی. د غرب پخوانی یو قطبي برلاسي د پخوا په څېر نه دی پاتې، خو نوی نظم هم لا بشپړ نه دی جوړ شوی یا منل شوی. موږ د همدې دواړو حالتونو ترمنځ د ګذار په مرحله کې یو.

دا بدلون یوازې له یوه قدرت څخه بل ته د نظامي برلاسۍ انتقال نه دی. هندي‌الاصله د نړیوالو اړیکو عالم امیتاو اچاریا د خپل «څوپوړیز او متداخل نړیوال نظم»⁠ په بحث کې دا نوی جوړښت د داسې نړۍ په شکل تشریح کوي چې لوی او منځني قدرتونه، سیمه‌ییز سازمانونه او نور اغېزناک لوري پکې یوځای نقش لري. د بدلون نښې په اقتصاد، ټکنالوژۍ، امنیت او حتی د نړیوال نظم د ارزښتونو په اړه په بحثونو کې لیدل کېږي. اسیا زیات وزن پیدا کوي او زموږ په شاوخوا کې د لویو او منځنیو قدرتونو شتون د دې تحول اغېزې افغانستان او پاکستان ته لا برجسته کوي.

د سیاسي  علومو امریکایي عالم رابرټ ګیلپین د قدرت د بدلون په بحث⁠ کې وایي چې کله د قدرت نوی وېش له موجود نظم سره برابر نه وي، یا په ټکر کې وي د هغه د ساتلو او بدلولو پر سر اختلاف زیاتېږي او همدا اختلاف د بحرانونو د زیاتیدو  او زیږیدو زمینه سازي کوي. نن که د یوکراین، غربي اسیا، تایوان یا جنوبي اسیا دا بحرانونه وینو، دا هم د همدې کشمکش نتیجه ښکاري کوم چې ددې ګذار مرحلې له وجهې یې پیشبیني تیوریکي اساس لري.

د سیاسي علومو امریکایي عالم رابرټ ګیلپین

د دې او نورو علمي بحثونو په رڼا کې، د ګذار ددې مرحلې تاثیرات په هېوادونو باندې په څلورو عمده حالتونو یا کتګوریانو کې لیدلای شو:

لومړی، مسلط قدرت د خپل مقام د ساتلو هڅه کوي، خو د تعهداتو او امکاناتو ترمنځ یې واټن زیاتېږي. دا حالت په طبعي ډول  د لومړیتوبونو په اساس محاسبات په اساسي ډول بدلوي.

دویم، راپورته کېدونکي قدرتونه د پراخ نقش او نفوذ غوښتنه کوي، دا د مختلفو بحرانونو د ایجاد زمینه سازي کوي. یوکراین، تایوان، غربي اسیا او جنوبي اسیا بحراونونه یې ښه مثالونه دي. د پخوانیو امتیازونو او نویو غوښتنو ټکر د بحران د ایجاد او زیاتیدو زمینه سازي کوي.

درېیم، هغه هېوادونه چې امنیتي محاسبه یا وجودي سیاسي فلسفه یې تر ډېره پر بهرني ملاتړ ولاړه وي او یا یې د فکر زیږنده وي،  د خپلو تضمینونو او موجوده محاسباتو دوام بیا ارزولو ته اړ کیږي، ځکه هغه حاکم ځواک چې پرون یې ددوی د ثبات له امنیتي او سیاسي لحاظه تضمین کاوه نن د نویو اولویتونو په ټاکلو شابد هغه تعهدات پوره نکړی شي یا یې لومړیتوب او نه اوسي.

څلورم، ځینو بحران‌ځپلو هېوادونو ته د همدې سیالیو او بدلېدونکو اړتیاوو په منځ کې نوي انتخابونه پیدا کېږي.

افغانستان د وروستي حالت ځینې نښې لري. نړیوال وضعیت ته په کتو، ورته د ستراتیژیک فرصت یوه کړکۍ پرانیستې ښکاري.

(د ستراتیژیک فرصت کړکۍ هغه محدود وخت او شرایط دي چې د کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو بدلونونو له امله رامنځته کیږي او یو هیواد یا بل سیاسي لوري ته د خپلو مهمو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اقدام زمینه برابروي.) 

د اتصال او ترانزیټ اړتیاوو یې د موقعیت ارزښت زیات کړی او د امنیت سیمه‌ییز تړاو دا څرګندوي چې دلته ناامني په اسانۍ د افغانستان تر پولو نه محدودېږي. له همدې امله، د افغانستان ثبات د نورو هېوادونو د ګټو لپاره هم اهمیت پیدا کوي او د تعامل نوي امکانات ورته برابروي. د فرصت کړکۍ همدا محدود او بدلېدونکي شرایط دي؛ داسې شرایط چې تل نه پاتې کېږي.

خو د موقعیت د ارزښت زیاتېدل په خپله افغانستان ته ګټه نه رسوي. کېدای شي نور زموږ جغرافیې ته اړتیا ولري، خو موږ ترې د استفادې توان ونه لرو. جغرافیایي اجنسي هغه وخت ترلاسه کېږي چې افغانستان خپل زیات شوی ارزښت په تعاملاتو کې وکارولای شي، انتخابونه پرې پراخ کړي او د خپلو ګټو له مخې پرېکړې عملي کړای شي.

د افغانستان جغرافیایي اجنسي نه هدف دا دی  چې افغانستان څنګه د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت، ترانزیټي لارو، طبیعي سرچینو او سیمه‌ییزو اړیکو څخه د ملي ګټو او ستراتیژیک نفوذ لپاره ګټه اخلي.

افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا، چین او لوېدیځې اسیا ترمنځ د اتصال مهم ظرفیت لري. که دغه موقعیت د سیمه‌ییزې سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو، انرژۍ او ترانزیټ په خدمت کې وکارول شي، افغانستان کولای شي له یوه محصور هېواد څخه په سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکارۍ کې پر مهم لوبغاړي بدل شي. جغرافیایي موقعیت یو فرصت دی؛ خو اغېزمنه ډیپلوماسي، اقتصادي پالیسي او سیاسي ثبات هغه عوامل دي چې دغه فرصت په ستراتیژیک ځواک بدلوي.

دا فرصت په ستراتیژیک ځواک  بدلول یو سلسله کورنی کارونه اجرا کول غواړي. مسلکي ادارې، اقتصادي بدیلونه، ولسي باور، د پرېکړو همغږي او د مذاکراتو او تعهداتو د عملي کولو ظرفیت هغه اساسي  بنسټونه دي چې فرصت په اجنسي بدلوي.

امریکایي عالم ګیډین روز د نوکلاسیکې واقع‌پالنې بحث⁠  کې  استدلال کوي چې بهرني فرصتونه د مشرتابه د درک او کورني ظرفیت له لارې په عملي سیاست بدلېږي. یا په بله معنی د هیواد په نوې ایجنسي بدلیدی شي.

امریکایي عالم ګیډین روز

له بلې خوا، بریتانوی عالم باري بوزان او ډنمارکی سیاست پوه  اولې وېور د خپلې «سیمه‌ییز امنیتي کمپلکس» په نظریه⁠ کې استدلال کوي چې په نوي سیمه‌ییز رجحان یا منطقه‌ای توب کې  د ګاونډیو امنیت دومره  یو له بل سره تړلی وي چې د یوه ناامني د نورو له امنیته جلا نه شي ارزول کېدای.

امریکایي عالم باری بوزان
ډنمارکي سیاست پوه اولې وېور

زما په برداشت،  په همدې تړاو د افغانستان د «مدیریت شوې بې‌ثباتۍ» پخوانۍ محاسبې تغییر کړې ده. د داسې سیاست لګښت او تاوان نور یوازې د افغانانو په اوږو بار ندی،  بلکه سیمه هم راسره ورکې شریکه ده.

د مذاکراتو پر مېز د مخکیني تعادل  بدلون هم شاید له همدې وجوهاتو څخه وي.

پاکستان لا هم د فشارهغه زاړه وسایل لري، خو هم یې د کارولو لګښت زیاد شوی او هم یې د تاثیر کچه. افغانستان همچنان هغه پخواني محدودیتونه او نیمګړتیاوې لري، خو د پخوا په خلاف یې انتخابونه او بدیلونه زیات ښکاري. دا د یوه لوري د مطلق قوت او د بل د ضعف په معنی ندی، بلکه  د متقابلو اړتیاوو او د فشار د پایلو د بدلېدو خبره ده.

پاکستان، زما په ارزونه، د درېیمې کټګورۍ ځینې مهمې ځانګړنې لري. د پاکستان د وجودي فلسفې، امنیتي جوړښت او سیمه‌ییز نقش په وده کې له لوېدیځو قدرتونو سره همکاریو مهم رول او ځای درلودلی دی. اوس چې د دغو قدرتونو لومړیتوبونه، تعهدات او د نظم د مدیریت توان بدلېږي، پاکستان هم اړ دی چې د خپلو پخوانیو تضمینونو، د مانور د ازاد محیط د تغیر  او راتلونکو اړتیاوو محاسبه له سره وکړي.

دا د پاکستان د نظامي ځواک د ختمېدو یا کمیدو معنا نه لري. پاکستان اټومي وسلې، لوی دودیز پوځ او پراخ بشري ظرفیت لري. خو د نړیوال چاپېریال بدلون داسې ننګونې را پیدا کوی شي چې شاید نظامي قوت یې د مدیریت توان ونشي لرلی. یو هېواد ښايي د بهرني برید پر وړاندې پر خپل نظامي توان ډاډه وي، خو په عین وخت کې له داسې کورنیو ستونزو سره مخ شي چې نظامي برلاسی یې د حل لپاره بسنه ونه کړي.

د بریتانوۍ څېړونکې ماري کالدور د «نوو جګړو» بحث⁠ کې د معاصرو جګړو په هکله وایي چې دا  ډول شخړو کې هویتي سیاست، وسله‌والې شبکې او اقتصادي ګټې د ټولنې له سیاسي وېشونو سره یوځای کېږي او دداخلي بحران زمینه برابروي.

بریتانوۍ څېړونکې: ماري کالدور

جګړه تل د دوو پوځونو ترمنځ پر پوله نه وي؛ کله ناکله د دولت او ټولنې اړیکې له دننه زیانمنوي او دداخلي انفجار سبب کیدی شي.

د پاکستان روانو سیاسي او امنیتي ستونزو ته په کتو، زما اندېښنه همدا ده چې کورنۍ بې‌باوري، د مرکز او ایالتونو اختلافونه، د اسلامي هویت بحراني حالت او وسله‌وال تاوتریخوالی یو بل تر دې کچې  پیاوړي نه کړي چی دداخلي انفجار تر کچې ورسیږي.

دا نظر د هېواد د ماتېدو حتمي وړاندوینه نه ده؛ بلکه  د موجودو ستونزو او علمي او تیوریکي  بحث ترمنځ پرتله داسې خطر راښيي چې له پامه غورځول یې معقول نه دي.

له همدې امله، پاکستان له دوو اساسي انتخابونو سره مخ دی. یا د فشار، امنیتي ماموریتونو او بهرني ملاتړ له لارې د نفوذ او بقا پخوانۍ محاسبه تعقیب کړي؛ یا د نویو واقعیتونو پر بنسټ له سیمه‌ییزې همکارۍ، متقابل احترام او ګډو اقتصادي ګټو سره خپل راتلونکی وتړي. دویمه لاره کورنی تفاهم هم غواړي؛ داسې تفاهم چې د خلکو حقونه، سیاسي ګډون او د بېلابېلو قومونو او ایالتونو باور پکې ځای ولري.

زما مشاهده تر اوسه دا ده چې د پالیسي د ځینو اغېزناکو کړیو په چلند کې پخوانی فکر لا غالب دی.

د پاکستان بحران د افغانستان په ګټه نه دی، او د افغانستان کمزوري هم د پاکستان د امنیت ضمانت نه شي کېدای. د مذاکراتو د مېز معادله بدله شوې، که دا درک موجود نوي، په دې معنی چې د سیمې او نړۍ تحولاتو اوسنی حالت مو د محاسبې اساس ندی او دا شاید ستراتیژیکه اشتباه وي. لا هم دواړو خواوو سره لازم فرصت موجود دی، ددواړو هیوادونو لخوا د یوې مثبتې پالیسي انتخاب به د هغه هیواد په ستراتیژیک پوخوالي او یا په یوه سیاسي محاسباتي اشتباه تصمیم پورې تړاو لري.

پایله به یې په دې پورې تړلې وي چې د دواړو هېوادونو حاکم نظامونه دا بدلون څومره سم درک کوي.

پاکستان ته له سیمه‌ییز ثبات سره د خپلو ګټو تړل او د بقا تضمینول  او افغانستان ته د موجود فرصت لپاره ځان چمتو کول اساسي انتخابونه دي. که دا واقعیتونه ونه منل شي، د زړو محاسبو بیه به بیا هم د دواړو غاړو خلک ورکوي. دا ځل دا بیه شاید ډیره لوړه وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ