د بغلان ولایت په اندرابونو کې د طالبانو حکومت ځواکونو د بېلابېلو وسلو، زرګونو مرمیو او پوځي تجهیزاتو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د بغلان ولایت لوی درستیز د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۱۷ عمري قولاردو اړوند د درېیم زید بن حارثه پلي لوا کشفي ځواکونو د پلحصار، دهصلاح او بنو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې دغه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

په نیول شویو توکو کې ۱۸ میله بېلابېل ډوله وسلې، زرګونه فیره مرمۍ، د هاوان سرګلولې او نور پوځي تجهیزات شامل دي.
د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او مهمات په غیرقانوني ډول په بېلابېلو ځایونو کې ساتل کېدل.

د وسلو د مالکانو، د نیول شویو مهماتو د سرچینې او د دې عملیاتو په تړاو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


