عراقچي: امریکا که د ډيپلوماسۍ پر ځای جګړه غوره کړي، ستراتيژيکه ماتې به وخوري

0
41

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، که تهران د امریکا له لوري د باور جوړولو او د عادلانه حل‌لارې د موندلو لپاره د ریښتینې ارادې څرګند شواهد وویني، ایران چمتو دی چې ډیپلوماسۍ ته یو ځل بیا فرصت ورکړي.

عراقچي دا څرګندونې د فایننشل ټایمز لپاره په یوه مقاله کې کړې دي.

نوموړي ویلي، ایران د جګړې د پای ته رسولو او د یوې باعزته او سوله‌ییزې حل‌لارې د موندلو لپاره ژمن دی، خو په ورته وخت کې د خپل هېواد د دفاع لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې تهران پر واشنګټن باور نه لري او د امریکا له لوري د خبرو پر مهال د پوځي اقداماتو له امله د باور کچه نوره هم زیانمنه شوې ده.

د هغه په وینا، د همدې وضعیت له کبله د نوو خبرو د بریالیتوب تمه کمه شوې؛ خو دی د یوه مسلکي ډیپلومات په توګه هڅه کوي چې ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړل شي.

عراقچي ویلي، ایران د ملګرو له لارې امریکا ته د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د اوو ورځو یو پلان هم وړاندې کړی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پلان کې د دواړو لورو لپاره د اقداماتو چوکاټ مشخص شوی او د پلان له عملي کېدو سره به د هرمز تنګی په شپږمه ورځ بېرته پرانیستل شي او په اوومه ورځ به د یوې وروستۍ هوکړې لپاره خبرې پیل شي.

هغه خبرداری ورکړی چې که امریکا د ډیپلوماسۍ پر ځای جګړه او پوځي اقدام غوره کړي، دا به د واشنګټن لپاره لا ستره ستراتیژیکه ماتې رامنځته کړي.

عراقچي زیاته کړې چې ایران، یو لرغونی او باعزته تمدن دی، هېڅ ځواک ته به سر ټیټ نه کړي.

عراقچي په پای کې ویلي، ایران د ډیپلوماسۍ د بیا ازمېښت لپاره چمتو دی، خو یوازې هغه مهال چې امریکا د جګړې د دایمي پای ته رسولو او د عادلانه او باعزته حل‌لارې د ترلاسه کولو لپاره خپله رښتینې اراده په عملي ډول ثابته کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ