افغانستان؛سبا د بنګله‌دېش پر وړاندې د دوو یوې ورځنیو سیالیو کوربه دی

0
38

د افغانستان د کرکټ ملي او ۱۹ کلنو لوبډلې به سبا چهارشنبه د بنګله‌دېش له ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو سره په یوې ورځنیو سیالیو کې مخامخ شي.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبه په ابوظبي او د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبه په عمان کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډلې تېره ورځ زمبابوې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه، خو له بنګله‌دېش سره یې راتلونکې لوبه د یوې سختې سیالۍ په توګه ارزول کېږي.

بل لور ته، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په وروستۍ سیالۍ کې ۳۰۴ منډې جوړې کړې، خو د بنګله‌دېش ۱۹ کلنو لوبډلې هم د هدف په تعقیب کې همدومره منډې وکړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده. په دې سیالۍ کې دوو افغان لوبغاړو نیمه‌سلیزې ووهلې او لوبډلې ټول ۵۰ اوورونه بشپړ کړل.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ