سعودي عربستان په ریاض او الخرج کې د هوايي بریدونو خبرداری بېرته لغوه کړ

0
41

د سعودي عربستان چارواکو په ریاض او الخرج کې د احتمالي هوايي ګواښ په اړه ورکړی خبرداری بېرته لغوه کړی او اعلان یې کړی چې خطر پای ته رسېدلی دی.

د سعودي ملکي دفاع ادارې له خلکو غوښتي چې د خوندیتوب لارښوونې رعایت کړي او له راټولېدو او د احتمالي پېښو له ځایونو څخه د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستو ډډه وکړي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی و چې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان پر لور د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه زیات شوې وه.

د سعودي ایتلافي ځواکونو تر دې مخکې ویلي وو چې د ریاض پر لور توغول شوی بالستیک توغندی یې شنډ کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ