د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه لیدنه د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۷مه، په تهران کې شوې ده.
د ایران د ولسمشرۍ دفتر په وینا، په دې کتنه کې د تهران او مسکو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د پراخولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
دغه دفتر د خبرو د جزییاتو، د بحث شویو مشخصو موضوعاتو او د احتمالي هوکړو په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.

