د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، روسیه او اوکراین باید د خپلو څلور کلنې جګړې پای ته رسولو ته پام وکړي، ځکه دوام یې د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ناوړه پایلې لرلای شي.
روبیو د دوشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې خبریالانو ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.
نوموړي د ټرمپ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جینپینګ د احتمالي درې اړخیزې غونډې په اړه وویل، د داسې یوې غونډې خبرې شوې دي، خو لا یې د وروستي کېدو په اړه معلومات نه لري.
روبیو زیاته کړې، واشنګټن په دې جګړه کې د هېڅ ښه پایلې تمه نه لري او د هغې دوام د کړکېچ د پراخېدو خطر زیاتوي.
د هغه په وینا، د تخریبي عملیاتو د ناکامې هڅې یا د برېښنايي جګړې له امله د بېپیلوټه الوتکو د مسیر بدلېدل ښايي جګړه ګاونډیو هېوادونو ته هم وغځوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په شپه سمرقند ته رسېدلی و، څو د «سي۵+۱» ډلې په غونډه کې د ګډون لپاره د ازبکستان او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
په دې ډله کې امریکا، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان شامل دي.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکا هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره منځګړیتوب وکړي.
ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو د وارداتو هوکړه هم کړې او پر مسکو یې ځینې بندیزونه نرم کړي دي، څو روسیه د خبرو مېز ته پاتې شي؛ خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر دغو اقداماتو نیوکه کړې ده.
په همدې حال کې، د روسیې یوه تازه هوايي برید د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوه ښځه وژلې، د ځمکې لاندې اورګاډي یو تمځای یې په نښه کړی او یوې ۲۵ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.


