د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د کورنیو چارو وزیر لوران نونز استعفا رد کړې او له نوموړي یې غوښتي چې په هېواد کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د قوماندې د دوام لپاره خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نونز د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د پراخو لاریونونو او تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د استعفا وړاندیز کړی و، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مکرون د هغه استعفا نه ده منلې.
په فرانسه کې وروستي لاریونونه د ژوند د لګښتونو د لوړېدو، د عامه خدمتونو د کمزوري کېدو او د ښوونځیو د وضعیت په اړه د خلکو د نارضایتۍ له امله پیل شوي دي.
د راپور له مخې، د شنبې په ورځ په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل؛ د یوې ښاروالۍ ودانۍ ته اور واچول شو، دوکانونه لوټ شول او د پولیسو او تاوتریخوالي کوونکو ډلو ترمنځ نښتې وشوې.
د یکشنبې په ورځ هم په پاریس او مارسی ښارونو کې نښتې تکرار شوې او د فرانسې د بلوا ضد پولیسو د سوداګریزو مرکزونو د لوټلو د هڅو د مخنیوي لپاره مداخله وکړه.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، مکرون له نونز څخه غوښتي چې د لوټمارۍ او ورته پېښو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره نوې تګلارې جوړې کړي.


