پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټرمپ او شي جین پینګ سره د درې اړخیزو خبرو وړاندیز کړی

0
50

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې کوي؛ خو په وینا یې په دغو خبرو کې به د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ګډون ونه لري.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، پوتین دغه وړاندیز له ټرمپ سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال مطرح کړی دی.

د راپور سرچینو ویلي چې د دې نوښت موخه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د درېیو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول دي.

ورځپاڼې د یوه جګ‌پوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې ټرمپ تر اوسه د پوتین وړاندیز نه دی منلی؛ خو په وینا یې، د امریکا ولسمشر ښايي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره دغه وړاندیز ومني.

د راپور له مخې، په داسې خبرو کې د زلنسکي نه ګډون د اوکراین د جګړې د سیاسي حل، د سولې د احتمالي هوکړې او د اوکراین د راتلونکي په اړه د پرېکړو د څرنګوالي پوښتنې راپورته کوي.

تر اوسه د روسیې او چین چارواکو د دې وړاندیز په اړه رسمي جزئیات نه دي روښانه کړي او دا هم نه ده معلومه چې که ټرمپ ورسره موافقه وکړي، نو د احتمالي غونډې اجنډا او شرایط به څه وي.

د اوکراین جګړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده او د هغې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو ترڅنګ، د مسکو او کییف ترمنځ د امنیتي تضمینونو، نیول شویو سیمو او د راتلونکي سیاسي جوړجاړي په اړه اختلافونه لا هم د سولې پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ