فضلي: مراد سعید که په افغانستان کې هم وي، د پناه غوښتلو حق لري

0
69

د اکثریت ګوند غړی فضل محمود فضلي د پاکستان هغې ادعا ته په غبرګون کې چې ګواکې د تحریک انصاف ګوند غړی مراد سعید په افغانستان کې دی او له هغه ځایه د اعتراضونو مشري کوي، ویلي چې پاکستان باید د خپلې ادعا لپاره شواهد وړاندې کړي.

فضلي ویلي، که مراد سعید په افغانستان کې هم وي، نوموړی ملکي سیاستوال دی، نه ترهګر، او د پناه غوښتلو حق لري.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي تګلارو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې دغه هېواد د لسیزو په اوږدو کې د افغانستان پر ضد د کارولو لپاره سختدریځو وسله‌والو ته پناه‌ځایونه او روزنیز کمپونه برابر کړي دي.

فضلي همداراز ادعا کړې چې پاکستان اوس د داعش خراسان څانګې ته پناه ورکوي، څو یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو پر ضد وکاروي.

هغه خبرداری ورکړی چې په ګاونډیو هېوادونو کې د سختدریځۍ د پیاوړتیا هڅې به په پای کې د پاکستان خپل امنیت هم له خطر سره مخ کړي او پایلې به یې ویجاړوونکې وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ