حوثیانو په عدن کې د یمن پر ولسمشرۍ ماڼۍ برید کړی

0
51

رویټرز په یو راپور کې ویلي، حوثي وسله‌والو د یمن په عدن ښار کې د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې ده.

د راپور له مخې، د برید په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د یمن حکومت ویلي، برید د ولسمشرۍ ماڼۍ ودانۍ ته څېرمه ترسره شوی، خو د دغه هېواد لومړي وزیر او د کابینې نورو غړو ته په پېښه کې زیان نه دی اوښتی.

د یمن حکومت تر اوسه د برید د څرنګوالي او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

حوثیان چې د یمن په شمال کې پراخ نفوذ لري، په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد له حکومت او د هغه له ملاتړو سره په شخړه کې دي.

هېره دې نه وي چې عدن د یمن د حکومت مهم مرکز بلل کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ